Home » سپورټ » هندۍ کرکټ لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لا نږدې شوه

هندۍ کرکټ لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لا نږدې شوه

ېره شپه د جون ۹مه هندوستان او پاکستان د امریکا په نیویارک ښار کې سیالي وکړه چې د ۶ منډو په توپیر هندوستان وګټله.

د لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه، هندۍ لوبډلې په ۱۹ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۲۰ منډو هدف یې وټاکه.

پاکستانۍ لوبډلې ټول شل اورونه ولوبول، خو د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۱۳ منډې وکړې.

محمدرضوان یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۱ منډې یې کړې وې.
په دې لوبه کې د هند لپاره جسپریت بومرا ځلېدونکی توپ اچونکی و چې درې لوبغاړي یې وسوځول، هغه د لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.

دا په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې ۷م ځل و چې هندوستان له پاکستان سیالۍ ګټي او پاکستان بیا یوازې یوه سیالي ګټلې ده.

د یادې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نمرو په جدول کې د هند نمرې ۴ او پاکستان لا کومه نمره نه لري، که هند او امریکا خپلې راتلونکې سیالۍ وګټي، نو پاکستان به د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته د رسېدو هیلې له لاسه ورکړي.

بل لورته د نن ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا سکاټلنډ د عمان لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې ده.

په دې لوبه کې عمان د ۱۵۱ منډو هدف ټاکلی و چې سکاټلنډ د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۴م اور کې هدف پوره کړ.

یادې لوبډلې ته برنډن مکملن ۶۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

د ویلو ده چې نن د دوشنبه په یوازینۍ سیالۍ کې به بنګله‌دېش د سویلي افریقا پر وړاندې سیالي ترسره کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...