Home » افغانستان » هندوستان ټايمز: نوی ډهلی په کابل کې د سفارت پرانيستو هڅه کوي

هندوستان ټايمز: نوی ډهلی په کابل کې د سفارت پرانيستو هڅه کوي

کابل ته د هند د بهرنيو چارو وزارت د پلاوي له سفر او دغلته د خپل سفارت د پرانيستو په تړاو د وضعيت له کتنې وروسته، هندوستان ټايمز خبر ورکړی چې نوی ډهلی په کابل کې د خپل سفارت بېرته پرانيستو په موخه د وضعيت پر ارزونه اخته دی.

دې ورځپاڼې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د هند بهرنيو چارو وزارت سرچينې په حواله ويلي، چې نوي ډهلي په کابل کې خپلې ټولې ارزونې ترسره کړي او دامهال په دې هڅه کې دی څو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.

هندوستان ټايمز زياته کړې، چې د لومړي وزير نريندرا مودي حکومت استازي په کابل کې له طالب چارواکو سره له لېدنو وروسته، اوس له يادو چارواکو سره دغلته د سفارت پرانېستو په اړه خبرې کوي.

د سفارت پرانېستو په تړاو د هند حکومت دا ارزونې داسې مهال دي، چې څو ورځې وړاندې يوې هندۍ شنونکې طالبان په کابل کې د هند سفارت د امنيت په ساتنه کې ناتوان ياد کړل.

نوموړې زياته کړې وه، کېدای شي طالبان په کابل کې د هند له ډيپلوماټيکو ځايونو څارنه وکړي؛ خو په خبره يې لشکر طيبه او داعش ډله ښايي د نوموړو ځايونو هندي کارکوونکو ځاني امنيت په خطر کې واچوي.

له بلې خوا اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې په کابل کې به د هند د سفارت امنيت خوندي وي او په دې برخه کې به هېڅ ستونزه وجود ونه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...