Home » سیمه او نړی » هندوستان نن د خپلواکۍ ٧٤مه کليزه لمانځي

هندوستان نن د خپلواکۍ ٧٤مه کليزه لمانځي

نن په هندوستان کې د انګليس څخه د خپلواکۍ او ازادۍ ترلاسه کولو ٧٤مه کليزه لمانځل کېږي.

هند چې په نړۍ کې دويم زيات نفوس لرونکى هېواد، اووم لوى هېواد او د نړۍ تر ټولو لوى ډيموکراسي لرونکى هېواد دى، له نن څخه ٧٤ کاله مخکې يې له برېتانيې څخه خپلواکي ترلاسه کړې وه.

په هند کې ٤٤٧ ژبې ويل کېږي، همدا راز ٧٩.٨ سلنه اوسېدونکي يې هندوان او ١٤.٢ سلنه اوسېدونکي يې مسلمانان دي. د دې تر څنګ پکې عيسايان، سيکان، بودايان، جېنيزم او د نورو دينونو منونکي اوسېږي.

هند يو لرغونى هېواد دى، چې پراخ کلتور او لوى تاريخ لري. همدا راز سلګونه کلونه په هند کې پښتنو او افغانانو واکمنۍ کړي دي او افغانستان او هند اوس هم ډېرې نږدې اړيکې لري.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي د هند د خپلواکۍ د ٧٤مې کليزې په ورځ د لال کلا څخه ولس ته وېنا وکړه. لومړي وزير وويل، چې هند بايد له دې وروسته په نورو تکيه ونه کړي او ټوله تکيه يې بايد پر ځان وي.

رویداد خبري آژانس

د هند لومړي وزير نريندرا مودي د هند د خپلواکۍ د ٧٤مې کليزې په ورځ د لال کلا څخه ولس ته وېنا وکړه. لومړي وزير وويل، چې هند بايد له دې وروسته په نورو تکيه ونه کړي او ټوله تکيه يې بايد پر ځان وي.

هغه د ښځو د پياوړتيا په تړاو هم خبرې وکړي او د سايبر امنيت په اړه هم وغږېده. هغه وويل چې نن د نړۍ ستر شرکتونه هند ته راروان دي، موږ بايد له دوى سره په ګډه کار وکړو او هند ته نور پرمختګ هم ورکړو.

د يادولو وړ ده چې نريندرا مودي د هند ١٤م لومړى وزير دى، هغه په ٢٠١٤ کال کې د مۍ په ٢٦مه نېټه په لومړي ځل د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه، وروسته د دويم ځل لپاره هم د هغه ګوند ټاکنې وګټلې او يو ځل بيا يې د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه.

د يادولو وړ ده چې په هند کې نه يوازې دا چې په زرګونو افغانان ژوند کوي، بلکې په زرګونو افغان زده کړيالان هم په هند کې زده کړې ترلاسه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...