هندي چارواکي وايي، د دې هېواد مرکزي برخه کې د یوه معبد سقاوې دېوال نړېدو له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
حکومتي چارواکي وايي، پېښه پر پنجشنبه داسې حال کې رامنځته شوه، چې د اندور سیمې په یوه معبد کې یو ځای شویو خلکو د رام نوامي نومې مذهبي مراسمو پر مهال دعا کوله.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه لوړ پوړي ځايي چارواکي لیاراجا ټي له قوله ویل شوي: موږ ۱۸ کسان ژوندي وژغورل، د ۳۵ کسانو مړي موندل شوي او ۱۶ ټپيان دي.