د هلمند امنيه قومنداني د مطبوعاتو امر لومړى څارن محمد زمان همدرد وايي د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه ښار اړوند لسمه امنیتي حوزه کې د مخامخ جګړې پر مهال ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
همدرد وايې تیره شپه د هلمند ولایت د ناوي ولسوالۍ پر یو شمیر امنیتي پوستو طالبانو بریدونه وکړل چې د يادو بريدونو پر مهال ۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي.
د همدرد په وينا چې د یادو نښتو پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دي رسېدلي.
خو تراوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې
بل لوري ته دفاع وزارت د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ کې ۲۰ تنه وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي:” د کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ اړوند په «پشمول» سېمه کې طالبانو په دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړ.دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د طالبانو برید دفع او ناکام کړ چې د نښتو په پایله کې, ۱۲ طالبان ووژل شول او ۸ تنه ټپيان شول.”