Home » افغانستان » هلمند کې يوه کس له خپلې ميرمنې او ۳ مياشتني ماشوم سر پرې کړی

هلمند کې يوه کس له خپلې ميرمنې او ۳ مياشتني ماشوم سر پرې کړی

د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې يوه کس خپله ميرمن او دغه راز خپل ۳ مياشتنی زوی وژلي دي.

چارواکو ويلي چې دا پېښه نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته ته شوې ده. د ګرمسېر ولسوال مولوي ثاني هم پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياده پېښه په تاج محمد کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي که څه هم د پېښې د انګېزې په تړاو مالومات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې قاتل له خپلې ميرمنې او زوی دواړو سر پرې کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ نوموړی کس د خپلې ميرمنې او زوی له وژلو وروسته له کلي تښتېدلی دی؛ خو د بيا موندلو په موخه يې د امنيتي ځواکونو له لوري پلټنې دوام لري.

له دې وړاندې د نيمروز په زرنج ښار کې هم يو کس د خپل خسر او ميرمنې په ګډون د کورنۍ ۹ تنه غړي په ډزو ويیشتي وو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...