Home » اقتصادی » هلمند کې د سویابینو کرکیله زیاته شوې
رویداد خبري آژانس

هلمند کې د سویابینو کرکیله زیاته شوې

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو نن پنجشنبه (د زمري ۷مه) رسنیو ته ویلي چې د افغانستان پراختیایي ادارې په مالي همکارۍ د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي دي.

نوموړي ویلي چې سږکال ۱۵ سوه جرېبه ځمکه کې د سویابینو کرکېله شوې ده، تېر کال په ۵۵۰ هکټاره ځمکه کې سویابین کرل شوي وو، اټکل دا دی چې سږکال به ۳۶۰ مټریک ټنه وې او تېرکال ۱۳۲ مټربک ټنه و.

هلمند کې د سویابینو د رواجولو او پراختیا لپاره د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې هم ورکول شوي چې د اړتیا وړ تخمونه او کیمیاوي سرې د وطن ملي دانې شرکت له خوا چمتو شوي او د دې ولایت یو زر او ۵۰۰ مخکښو کرونده ګرو ته وېشل شوي دي.

د سویابینو کرکيله په ۲۰۰۳ میلادي کال کې دود شوې ده چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي.

چارواکي وایي، سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...