د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په مارجې ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګولولې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ګڼ غړي ټپيان شوي دي.
دوی زياته کړې چې ياده چاودنه نن له غرمې وړاندې په يوه کور کې شوې ده او له امله يې د همدې کورنۍ ۷ تنه ټپيان شوي.
ځايي چارواکو ويلي چې ياده سرګلوله د تېرو جګړو په ترڅ کې ناچاوده پاتې شوې وه او نن يې د يوې کورنۍ د غړو په منځ کې چاودنه کړې ده.
پرون د فارياب په ميمنې ښار کې هم د ورته يوې چاودنې په ترڅ کې دوه تنه ماشومان ټپيان شوي وو. د فارياب چارواکو ويلي وو چې د يادو دوو ماشومانو له ډلې د يوه هغه روغتيايي وضعه نازکه ده.