Home » افغانستان » هلمند کې د بې‌وزلو او يتيمو ماشومانو لپاره ځانګړی ښوونيز مرکز پرانېستل شو

هلمند کې د بې‌وزلو او يتيمو ماشومانو لپاره ځانګړی ښوونيز مرکز پرانېستل شو

د هلمند ځايي چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولايت کې يې د بې‌وزلو، بې‌سرپرستو او يتيمو ماشومانو د زده‌کړو په موخه يو عصري ښوونيز مرکز پرانيستی دی.

دوی زياتوي چې په دغه مرکز کې به يادو ماشومانو ته په لوړ معيارو د تجربه لرونکو استاذانو پر مټ د زده‌کړو زمينه برابرېږي.

د ماشومانو د زده‌کړو په موخه دغه ښوونيز مرکز د سرې مياشتې ادارې له لوري د ۶.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړ او پر اړينو درسي وسايلو سمبال شوی دی.

په هلمند کې دغه ښوونيز مرکز داسې مهال پرانيستل کېږي چې لا هم د کابل په شمول په ګڼو ولايتونو کې د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ نه دي پرانيستل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...