Home » اقتصادی » هلمند کې د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی
رویداد خبري آژانس

هلمند کې د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.

د دغه ریاست مسوولین وایي چې دمګړی ددغه ولایت انګور بازار ته وړاندې شوي.

دهلمند د کرنې ریاست په خبره سږ کال ښایي ددغه ولایت له باغونو شاوخوا ۹۵ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي.

ددغه ولایت چارواکو د انګورو د باغونو له ډېرېدو هم خبر ورکوي او په خبره یې دمګړی په هلمند کې پر ۶۹۳۵ هکټاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي چې چې دا شمېره ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...