دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې دوه پاکستاني غړي او نهه وسله وال طالبان وژلي دي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عملیات د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ د لومړۍ او ۶۰۱ نمبر شاهرا په اړوندو سیمو کې شوي دي.
د القاعدې دغه غړي له طالبانو سره په جګړه کې په داسې مهال وژل کېږي چې طالبانو په وار وار ویلي، چې دوی له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي دي.
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ملي دفاع وزارت ویلي، چې امنيتي ځواکونو د دې امام صاحب ولسوالۍ بزبای او ناصري بای اړوند سیمو کې دطالبانو تجمع په نښه کړې چې د یوه سرګروپ په ګډون یې څلور طالبان وژل او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته مهال افغان ځواکونو د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې عملیاتو پرمهال اووه طالبان وژلي او ګڼ شمېر وسلې یې له منځه وړي دي.