Home » افغانستان » هلمند چارواکي: په جګړه کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند چارواکي: په جګړه کې ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند والي وايي لښکرګاه ښار ته نېژدې د نهو ورځو راپدیخوا د پیل شوې جګړې له امله تر دې دمه ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي جنرال یاسین خان په سیمه کې خبریالانو ته ویلي د هلمند په جګړه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. یاسین خان دا هم وویل چې په جګړه کې ۳۰ تنه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله او ۷ تنه نور ملکي خلک وژل شوي هم دي.

یوه امنیتي سرچینه رسنیو ته ویلي د څو ورځو راهیسې په ناوې ولسوالۍ کې جګړه بیا توده شوې چې ۸ امنیتي پوستې هم سقوط کړي دي.

په هلمند ولایت کې د جګړې له پیله تر دې دمه د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار او تر څنګ يې د نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو مرکزونه د وسله والو تر محاصرې لاندې دي او لويې لارې سقوط دي.

په هلمند ولایت کې د جګړو له امله ډیری کورنۍ نورو ولسوالیو ته کډوال شوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...