Home » افغانستان » هغه واورین پړانګ ونیول شو چې ۳۰ څاروي یې داړلي وو
واورین پړانګ
واورین پړانګ

هغه واورین پړانګ ونیول شو چې ۳۰ څاروي یې داړلي وو

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، هغه واورین پړانګ نیول شوی چې د بدخشان په زیباک کې یې ۳۰ څاروي داړلي وو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه واورین پړانګ د ساتنې او خوندیتوب په موخه نیول شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې دغه پړانګ څو ورځې وړاندې د بدخشان په زیباک ولسوالي کې یو کس او ۳۰ څاروي داړلي وو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو دا هم ویلي:” چې نیول‌ شوی واورین پړانګ به په امن ځای کې ساتل کېږي او په مناسب وخت کې به بېرته خوشی شي.”

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې چې، د دغه ډول پړانګانو د اوسېدو ځای تر ډېره له پاکستان، چین او تاجکستان سره نږدې زیباک او واخان ولسوالۍ دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...