يو هندی سړی له تېرو ۳۱ کلونو څخه په شا روان وي!
يو هندوستانی سړی چې ماني مانیټان نومېږي له تېرو ۳۱ کلونو راهيسې په شا يا د ځينو په اصطلاح (په څټ) په رېورس روان وي تر څو نړۍ ته وښيي چې نړيواله سوله د خلکو هېره شوې ده او بايد توجه ورته وشي.
د راپورونو پر اساس نوموړي په ۱۹۸۹ زېږدي کال کې هغه وخت چې په هېواد کې یې کشمکشونو زور واخيست تصميم ونيو چې د يوه جالب اقدام له مخې ددې پر ځای چې په مخ ولاړ شي، په شاه يې تګ پيل کړ چې سولې ته د نړيوالو توجه را وګرځوي.
ماني مانیټان تر اوسه پورې په شا روان وي او داسې ورسره عادت شوی دی چې اصلي تګ (په مخ) تګ یې هېر شوی دی ، هغه وايي چې په دې ډول تګ سره روږدی شوی يو او په ورځنيو کارونو ، له نقليه وسايلو د استفادې او له سړکونو څخه په تېرېدلو کې تر اوسه له هېڅ ستونزې سره نه دی مخ شوی.