Home » فرهنګی او ټولنیز » هر سهار په ناشته کې درې هګۍ خوړل،سړی ښو کارونو ته هڅوي
رویداد خبري آژانس

هر سهار په ناشته کې درې هګۍ خوړل،سړی ښو کارونو ته هڅوي

د برتانوۍ ورځپاڼې ډيلي مېل د څېړنيز خبر له مخې ثابته شوې چې د چرګې هګۍ د امينو اسيدونو له جملې څخه د tryptophan (TRP) ترکيبونه لري چې په مغزو کې د کيمياوي موادو لکه سروټونين د تحريک کولو وظيفه لري چې ددې په تحريک کېدا سره د انسان رواني وضعيت د ښه والي او د انسان په ټولنيز سلوک کې د پام وړ اغېزراولي.

دا څېړنې چې د هالېنډ د لېډن پوهنتون کې ترسره شوې دي، ښيي چې په مغزو کې د سېروټونين serotonin په نامه مادې د کموالي له امله انسان د انزوا،غيراجتماعي توب او له غوسې ډک رفتار خواته ځي.

د هالنډ ددې پوهنتون څېړونکو دا تاييد کړې ده، چې لوبيا، کبانو، شيدو ،او هګيو خوړل چې د همدې مادې tryptophan درلودونکي دي ،د انسان په ټولنيز رفتار کې د پام وړ ښه والی راوستلی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویداد خبري اژانس

د راډیو نړیواله ورځ؛ په ټول هېواد کې ۲۸۰راډیوګانې فعالیت کوي

د راډیو له نړیوالې ورځې ...