Home » افغانستان » هرات کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هرات کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په هرات کې پرون ماښام د (سلواغې په ۲مه) يوې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هرات ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه پر فلانکوچ ډول موټر پسې د نښلېدونکي ماين له امله رامنځته شوې ده، چې ۵تنه په کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د هرات روغتيايي چارواکو بيا په پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۷ او د ټپيانو يې ۹تنه ښودلی دی. روغتيايي سرچينو زياته کړې چې په وژل شويو کسانو کې ۴ ښځې او ۳ سړي او دغه راز په ټپيانو کې هم ۵ ښځې او ۴ سړي شامل دي.

تر اوسه د يادې چاودنې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.‎

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...