د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په هرات د پروسږ کال زلزلې له امله ۲۵ زره کورنۍ لا هم د سرپناه د نهلرلو له ستونزو سره مخ دي.
اوچا له دغه زلزلهځپلو سره د همکاریو او مرستو غوښتنه کړې ده.
بلخوا څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي له امله دغه پروګرام د ۱۲ میلیون اړمنو افغانانو څخه یوازې یو میلیون کسانو سره مرسته کولی شي.