په هرات کې ۴۰ نجونې د کمپيوټر د مهارتونو د وړيا روزنيز پروګرام لپاره ګمارل شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دغو نجونو ته به د شپږو میاشتو په موده کې د پرمختللو کمپیوټري پروګرامونو، د وېبپاڼې د جوړولو او د منځپانګې د تولید په برخه کې روزنه ورکړل شي.
سرچينه زياتوي، چې په هرات کې دغه پروګرام ته له پنځوس سلنه زياتې هغه نجونې جذب شوې چې په هېواد کې دننه بې ځايه شوې دي.
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بلخ، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو کې ۴۰۰ نارینه او ښځو ته د خیاطۍ شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی دی.