په هرات کې پر لمونځکوونکو د ناپېژانده وسلهوالو د برید له امله شپږ ملکیان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې یو ناپېژانده وسلهوال د هرات د ګذره ولسوالۍ په ښارګوټي کې په یوه جماعت کې دننه پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
ویل کېږي چې په پېښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفارت دا پېښه غندلې او له ا.ا یې غوښتي چې برید کوونکي پيدا او سزا ور کړي.
د ایران سفارت همداراز ټینګار کړی چې ایران د ورته پېښو د مخنیوي په برخه کې له ا.ا سره همکار دی.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر، حامد کرزي دا برید غندلی او بشر ضد جنایت یې بللی دی.
د ویلو ده چې تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی او برید کوونکی هم له ډزو وروسته تښتېدلی دی.