د رسنيو د راپورونو له مخې بېګاه سېشنبه د شپې د (لړم په ۲۴مه) په هرات کې د امنيتي ځواکونو له لوري د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات شوي دي.
په راپورونو کې ويل شوي، چې دا عمليات د هرات ښار په ۱۲مه ناحيه کې شوي او په پايله کې د داعش ډلې ۵ غړي له لنډ مقاومت وروسته له منځه وړل شوي.
د هرات ښايي ځايي اوسېدونکو هم رسنيو ته ويلي، چې د ۱۲مې ناحيې په اړوند سيمو کې د ډزو غږونه اورېدل شوي خو وايي په اړه يې جزيات نه لري.
خو رسنيو ته د هرات ځايي مسوولانو هم منلې، چې تېره شپه د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات شوي او په پايله کې يې د يادې ډلې د ۵ غړو په وژل کېدو سره ياد پټنځی هم له منځه وړل شوی دی.
په دې وروستيو کې د منيتي ځواکونو له لوري د کابل په شمول په ځينو ولايتونو کې د داعش ډلې پر وړاندې عمليات زيات شوي او حکومت هم ډاډ ورکړی، چې د امنيت ټينګولو په موخه به د داعش ډلې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.