Home » سپورټ » هرات کې د تکواندو ITTAF سیالۍ ترسره شوې

هرات کې د تکواندو ITTAF سیالۍ ترسره شوې

‏‏‏‏‏‏په هرات ولایت کې د تيکواندو سنتيITTAF شلم پړاو او همدا راز د افغان ځوانانو تر منځ د ورزشي انجمن یولسم پړاو سیالۍ د اته لوبډلو او ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په درې ډلبندیو ” کوچنیانو، ځوانانو او کمکیو ځوانانو” برخو کې ترسره شوې.

یادې سیالۍ د تکواندو فدراسیون رییس او نورو ورزشي چارواکو په حضور کې ترسره شوې.

د دې سیالیو موخه د هرات د تکواندو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو.

د یادو سیالیو څخه احسان الله د عبدالستار زوی د ځوانانو په برخه کې، غلام رسول د غلام فاروق زوی د کمکیو ځوانانو په برخه کې او زبیر د عبداللطیف زوی د کوچنیانو په برخه کې تر ټولو غوره لوبغاړي وټاکل شول.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...