د هرات – کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله شپاړس کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هرات له ولایت مقام په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پېښه نن سهار د ادرسکن ولسوالۍ په تپه خاکي سیمه کې شوې ده. اعلامیه لیکي،پېښه کې لس تنه مړه شوي او شپږ تنه ټپیان دي.
په اعلامیه کې لیکلي، مړه شویو کې پنځه نارینه، درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.