Home » افغانستان » هرات کې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

هرات کې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

هرات کې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ ګډه خونه د ا.ا د سیمه‌ییزو چارواکو او په افغانستان کې د قزاقستان د سفیر له خوا پرانیستل شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر «علیم خان یسین ګیلدییف» د دې خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام وباله.

هغه ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ د ګډې خونې په همکارۍ به د افغانستان او قزاقستان سوداګر او پانګوال خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

د دې اعلامیې له مخې، ارمان یسین تایف د افغانستان-قزاقستان د سوداګرۍ خونې د رییس په توګه ګمارل شوی او په رسمي توګه یې خپله دنده پیل کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...