Home » افغانستان » هرات کې د افغانستان او ايراني محصولاتو ګډ نندارتون جوړېږي

هرات کې د افغانستان او ايراني محصولاتو ګډ نندارتون جوړېږي

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ايراني محصولاتو يو ګډ نندارتون، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او دولتي استازو په ګډون سره په هرات کې جوړ شي.

په همدې تړاو په هرات کې د ايران کونسل محمد صديق فر د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره نن دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) ليدلي او د ياد نندارتون د جوړلو په اړه يې مفصل بحث کړی.

په دې ليدنه کې د ياد نندارتون د جوړولو کره نېټه نه ده ټاکل شوي؛ خو ويل شوي په نږدې راتلونکي کې به دغه نندارتون چې موخه يې د دواړو هېوادون ترمنځ د سودګرۍ وده ده، په هرات ښار کې جوړ شي.

له دې سره د هرات والي نور احمد اسلام جار د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا هم ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې افغانستان په دې برخه کې د هر راز اسانتياوو رامنځته کولو لپاره چمتوو دی.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته هېڅ ډول خطر پېښ نه شي او د يادو هېوادونو سوداګر په خلاص زړه له افغانستان سره سوداګري او دغلته پانګونه کولی شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...