Home » اقتصادی » هرات کې درې فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
رویداد خبري آژانس

هرات کې درې فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې په بیلابیلو تولیدي برخو کې نږدې لسو میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت، درې فابریکې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د چارواکو د معلوماتو په اساس دا فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د خصوصي سکتور په پانګونې سره جوړې شوې چې تیره ورځ د هیواد د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د هرات والي سيد وحيد قتالي او د یو شمېر ملي سوداګرو لخوا پرانیستل شو.

د دې فابریکو د کار پیل د شاوخوا پنځه سوه هیوادوالو ته د کار مستقیم فرصتونه برابر کړي چې ډیری یې میرمنې دي.

دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا درې سوه توليدې کارخوني فعاليت لړي چې له څلویښتو زرو څخه زيات کسان پکې په کار بوخت دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...