Home » افغانستان » هرات او فراه کې د تندر غورځېدلو له امله دری کسان مړه شوي

هرات او فراه کې د تندر غورځېدلو له امله دری کسان مړه شوي

سیمه ییزې سرچینې وايي چې دوه کسان په هرات او یو کس په فراه کې د تندر غورځېدلو له امله مړه شوي دي.

په هرات کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې (یکشنبې، د تلې ۸مه) د یاد ولایت په کرخ او انجېل ولسوالیو کې د تندر غورځېدلو له مله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو کس د کرخ ولسوالۍ په «ارملک» کلي کې او یو بل کس د انجېل ولسوالۍ په «خشرود» کلي کې مړه شوي دي.

سرچینې په فراه کې دا هم ویلي چې د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې هم یو شپون د تندر غورځېدلو له امله مړ شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا شپون فدا محمد نومېده او د ګلستان ولسوالۍ په «فیض اباد» کلي کې پرې تندر راغورځېدلی دی.
بلخوا په فراه او هرات کې سیمه ییزو مسوولانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...