Home » افغانستان » هراتي چارواکي: په یاد ولایت کې د ټاپي پروژې چارې درې کیلومټره مخ ته تللې

هراتي چارواکي: په یاد ولایت کې د ټاپي پروژې چارې درې کیلومټره مخ ته تللې

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي، وايي چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو نل‌لیکې د لګولو چارې درې کیلومټره مخ ته تللي دي.

د سعیدي په خبره، ګړندۍ هڅې روانې دي چې دغه پروژه بشپړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د ویلو ده چې ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد په برخه کې خورا مهمه ونډه لري، د دې پروژې په مرسته طبیعي ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې پروژې د نورو ګټو ترڅنګ په هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینې برابرې شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...