Home » سیمه او نړی » نېکول پاشينيان: پر ګډه پوله د اذربايجان تخطۍ نور له زغم وتلي

نېکول پاشينيان: پر ګډه پوله د اذربايجان تخطۍ نور له زغم وتلي

د ارمنيا لومړي وزير نېکول پاشينيان وايي، چې اذربايجان په ناګورنو قره‌باخ سيمه کې تل د ستونزو د جوړولو هڅه کوي او له دې کار يې لاس نه دی اخيستی.

نوموړي نن سې‌شنبه د (لړم په ۳مه) په يوه ټوېټ کې له وضعيت شکايت کړی او په خبره يې، اذربايجاني سرتېري په لاندې کړې سيمه کې د پلټنې عمليات ترسره کوي او په ترڅ کې يې د ارمني سرتېرو مړه جسدونه پيدا کېږي.

پاشينيان دا کار د بشري اصولو خلاف او له زغم وتلی چلند ګڼلی دی.

له مودې راهيسې د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ پر ناګورنو قره‌باخ سيمه لانجه روانه ده او د يادې لانجې په ترڅ کې يې پوځيان له يوه او بل سره ښکېلېږي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د روسيې په منځګړيتوب د سولې هوکړه شوې، خو پر دې سربېره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کېږي او په ترڅ کې يې يوه او بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...