د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن وايي، د سيمې هېوادونو په شمول د نړۍ هېوادونه پر دې باوري دي، چې په افغانستان کې لا هم داسې يو حکومت نه دی رامنځته شوی چې د دې هېواد ټول اقشار په کې ځان وګوري.
نوموړي دا څرګندونې د اروپايي ټولنې پارلمان د بهرنيو اړيکو کميټې په غونډه کې کړي دي. نېکلاسن زياته کړې، ياد هېوادونه باور لري چې په افغانستان کې ټول ګډونه دولت اوس هم نه دی رامنځته شوی.
د نېکلاسن په خبره، ياد هېوادونه په افغانستان کې د ورته يوه حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکي دي او زياتوي چې ياد هېوادونه په اصولو کې د ټول ګډونه حکومت له رامنځته کېدو ملاتړ کوي.
نوموړي د بشري حقونو ملاتړ او خونديتوب، د خبرو او ټول ګډونه حکومت پر لور د ګام پورته کول، د افغانستان او سيمې هېوادونو د اوږمهاله سولې او ثبات لپاره کيلي بللې ده.
د اروپايي پارلمان د بهرنيو اړيکو کميټې په دې غونډه کې له طالبانو سره د ډيالوګ دوام هم مهم بلل شوی او ټينګار شوی، چې د ياد ډيالوګ موخه بايد بشري حقونو درناوي او ټول ګډونه حکومت جوړولو ته د طالبانو قانع کول وي.
په دې غونډه کې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د ښځو برخې مرستيالې هيدر بار هم برخه درلوده او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې زياته کړه، چې دامهال افغانستان د ښځو د حقونو له پلوه د نړۍ خطرناک هېواد دی.
نوموړې زياته کړې، ۴سوه ورځې کېږي چې دغلته نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تګ منعه شوي او په خبره يې د نړۍ پر مخ داسې هېواد نشته چې نجونې دي د جنسيتي توپير له مخې په سيسټماټيکه توګه له زدهکړو را وګرځول شي او ښځو له لوري پر کار کولو دې سترګې پټې شي.