Home » افغانستان » نی: د بیان ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده
رویداد خبري آژانس

نی: د بیان ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی د بښنې نړیوال سازمان سره په همغږۍ د خبریالانو د امنیت د تامین په برخه کې د حکومت د رغنده اقداماتو غوښتنه کوي.

یاد بنسټ له افغان دولت څخه غوښتي چې باید د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې اړین او بېړني اقدامات وکړي.

نی زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او مدني فعالانو وژنې اندېښمن کړي دي او ټینګار یې کړی دی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د بیان ازادي نور هم له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.

دغه بنسټ دغه راز له ملګرو ملتونو او امریکا څخه غوښتنه کړې چې هغه طالبان چې د خبریالانو په وژنه تورن دي د مذاکراتو له نوملړه وغورځوي او هغوی چې د طالبانو له ادرسه خبرې کوي هم دې ته وهڅوي څو د خبریالانو قاتلین د عدالت منګولو ته وسپاري.

د ویلو ده چې د بښنې نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ښکېلو لوریو د افغان خبریالانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...