Home » افغانستان » نی: تېر يوه کال کې ۵۰ سلنه ټلوېزيونونه د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي

نی: تېر يوه کال کې ۵۰ سلنه ټلوېزيونونه د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي

نن نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په هېوادونو کې له رسنيو د ملاتړ او خلکو ته د مالوماتو په رسولو کې د ټلوېزيون د ارزښت تر عنوان لاندې نمانځل کېږي.

د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ اداره يا نی وايي، دا چې ټلوېزیون د خبرونو په برخه کې مهم رول لري نو هر کال په افغانستان کې نوموړې ورځ د برکت ورځې ترعنوان لاندې لمانځل کېږي.

نی په دې اړه يوه اعلاميه کې ويلي، ټلوېزیون د یوې رسنۍ په توګه د خلکو په خبرولو کې کې یې مهم رول لوبولی او د رسنيو دا بڼه د ولسونو ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري.

د نی په باور، ټلوېزیون د یوې ګټورې رسنيزې وسیلې په توګه په نړۍ کې د اطلاعاتو او رسنیو په نوي نظم کې خپل رول ثابت ساتلی او په دې توانیدلی چې د نړۍ د رسنیو د یو تر ټولو مشهور ډول په توګه خپل دریځ هم وساتي.

نی زياته کړې، د تېرو دوو لسیزو پرمهال په افغانستان کې د رسنیو د ټولنې یوه له ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه د تلوېزیونونو جوړول دي. د رسنيو دا ملاتړی بنسټ زياتويی، له بده مرغه سږکال دا ورځ په داسې حال کې تيرېږي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان له ۵۰ سلنې زياتو ټلوېزيونونو خپل فعاليت درولی او تړل شوي دي.

د نی د مالوماتو له مخې، په تير يوه کال او څو مياشتو کې پر دې سربېره چې د افغانستان ۵۰  سلنه تلویزیونونه تړل شوي، په سلو کې ۴۸ سلنه راډيوګانې او د افغانستان د ټولو ازادو چاپي رسنيو د نشراتو بندیدو شاهدان هم یو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...