بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د نیکاراګوا حکومت د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی.
فرانس پرس خبري اژنس لیکلي، په چین کې د نیکاراګوا اوسنی سفیر «مایکل کمپبل» د افغانستان لپاره د سفیر په توګه ټاکل شوی او ټاکل شوې چې د افغانستان اړوند مسایل له بېجینګ څخه اداره کړي.
په ورته وخت کې د نیکاراګوا حکومت په خپلو بیانیو کې د ا.ا د رسمیت پېژندلو ته هېڅ اشاره نه ده کړې او ا.ا هم لا د نیکاراګوا د سفیر د ټاکلو په اړه څه نه دي ویلي.
نیکاراګوا په داسې حال کې په بېجینګ کې د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې ترسره شي.
د ا.ا استازي هم د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دې غونډه کې ګډون کوي، خو ښځینه استازې، مدني فعالان او ګوندونه دې غونډې ته نه دي بلل شوي. دا هغه اقدام دی چې د مدني ټولنې د فعالانو او د بشري حقونو اړوند نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره مخ شوی دی.