Home » افغانستان » نیویارک ټایمز: د حکومتي ځواکونو د روزنې او تجهیز پروژه له ستونزو سره مخ شوې
رویداد خبري آژانس

نیویارک ټایمز: د حکومتي ځواکونو د روزنې او تجهیز پروژه له ستونزو سره مخ شوې

نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې افغان حکومت د حکومتي ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره ۱۷۴ میلیون ډالري پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده.

امریکایي رسنیو د سیګار له قوله یاد خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې امریکا د افغان ځواکونو د هوایي برخې د روزنې او تجهیز لپاره د ۱۷۴ میلیونو ډالرو پروژه پيل کړه خو اوس دغه پروژه ډېره اغېزناکه نه ده او له ستونزو سره مخ ده.

خو تر دې دمه افغان حکومت څه نه دي ویلي

د سیګار راپور وایي چې د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی شوی، خو د بې پيلوټه الوتکو د کارونې او اخیستنې لپاره ځانګړې شوې پروژه له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

نیویارک ټایمز بیا وایي چې که له طالبانو سره د هوکړې مطابق امریکایي ځواکونه او روزونکي له افغانستان وځي نو ښایي دغه پروژه د معلوماتو د کموالي او روزنکو د نشتوالي له امله له ناکامۍ سره مخ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...