Home » سیمه او نړی » نیویارک د کرونا ویروس له امله بیا محدودیتونه اعلان کړ

نیویارک د کرونا ویروس له امله بیا محدودیتونه اعلان کړ

امریکايي رسنۍ خبر ورکړ چې په نیوریارک ایالت کې تازه محدودیتونه په داسې حال کې اعلان شول چې په یاد هېواد کې د کرونا ویروس پیښې زیاتې شوې وې.

د نیوریارک ایالت والي اندریو کومو خبر ورکړ چې بارونه، رستورانتونه او جېمونه باید د شپې له لسو بجو وروسته بند وي.

 دغه ‌راز تر لسو زیات کسان پر یوه ځای نه‌ شي سره راټولېدای.

پرون اندریو کومو له رسنیو سره وویل چې “موږ وینو چې د نورې نړۍ په څېر په نیویارک کې هم د کرونا ویروس یا ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.”

د عیسوي میاشتې له نومبر له لومړیو څخه په امریکا کې د کرونا ویروس د ورځې شاوخوا یو لک مثبتې پېښې ثبتېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...