نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ په دریمه لوبه کې بریا خپله کړه او په دغه لوبلړۍ کې یې ۲-۱ بریا خپله کړه.
د نیوزیلېنډ او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزه لوبو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د نیوزیلېنډ په کوربتوب ترسره شوه، چې په پیل کې نیوزیلېنډ د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې وکړې، چې کوسل پریرا ۳۳ او کوسل مینډیس ۷۳ زیاتې منډې وکړې. نیوزیلېنډ ته بین لیستر ۲، ایش سودي او ادم میلن ۱-۱ ویکټ واخیسته.
نیوزیلېنډ د سریلانکا له لورې د ۱۸۳ منډو هدف په تعقیب زبردسته توپ وهنه وکړه او په ۱۹.۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې دغه هدف پوره کړ او لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپل نوم کړه.
د دوی له لورې ټیم سیفریټ زبردسته توپ وهنه وکړه، هغه ۸۸ زیاتې منډې وکړې او ټام لیتم ۳۱ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته لیهرو کمارا ۳، فرمود مدوشان او مهیش ټیکسانا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی ټیم سیفریټ ونومول شو.