Home » افغانستان » نیمروز کې د موټر د غلو یوه ډله ونیول شوه

نیمروز کې د موټر د غلو یوه ډله ونیول شوه

د نیمروز سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو غلو یوه پیاوړې ډله نیولې ده.

دا ډله په نیمروز او ګاونډیو ولایتونو کې او همدارنګه په لویو لارو کې د خلکو د موټرو په غلا کولو او بیا نورو ولایتونو او ان بهر ته په لېږدولو تورنه ده.

په وروستیو میاشتو کې، امنیتي ځواکونو د نیمروز په ښار او ولسوالیو کې د غلاو او نورو جرمونو په برخه کې پراخ عملیات ترسره کړي دي.

ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې د سلګونو مجرمینو نیول کېدو جرمونه کم کړي او امنیت یې ښه کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...