د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د اکسېجن د توليد په يوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ نيم ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او شپږ نور کسان پکې ټپيان شوي دي.
ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې اورلګېدنه د چهارشنې ورځې په شپږو بجو د زرنج ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، لومړی د اکسېجن يو بالون وچاودېد او وروسته اور ولګېد.
د نيمروز د اور وژنې اداره وايي، د اکسېجن بالون د هوا د تودوخې له امله وچاودېد.
د نيمروز د اور وژنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اور لګېدنه کې شپږ نيم ميليونه افغانۍ زيان اوښتى او څلور تنه ټپيان شوي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت خراب دى، خو روغتيايي سرچينې د ټپيانو شمېر شپږ تنه بولي.
ویل کېږي چې د هوا له ګرمېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اور لګېدنې پېښې زیاتې شوي دي.
د بلخ د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې يوازې په بلخ کې تر ۴۰ ډېرې اورلګېدنې پېښې شوې دي.