Home » سیمه او نړی » نړیوالو له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستو ژمنه وکړه

نړیوالو له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستو ژمنه وکړه

نړیوالې ټولنې پرون په جینوا کې د پاکستان په تړاو په ترسره شوي کنفرانس کې له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په دې کې به په راتلونکیو دریو کلونو کې اسلامي پراختیايي بانک له پاکستان سره ۴.۲ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

دا پیسې به اسلام اباد ته د تېر کال له ویجاړونکو سېلابونو وروسته د دغه هېواد د بیارغونې لپاره ورکول کېږي.

همدارنګه نړیوال بانک به ۲ ملیارده ډالره، اروپايي ټولنه ۵۰۰ ملیونه ډالره، امریکا متحده ایالتونه ۱۰۰ ملیونه ډالره، سعودي عربستان ۱ ملیارد ډالر، د اسیا پراختیايي بانک یو نیم ملیارد ډالر، فرانسه ۳۴۵ ملیونه ډالر، چین ۱۰۰ ملیونه ډالر، د اسیا د تاسیساتو د پانګونې بانک یو ملیارد ډالر او … به په راتلونکیو دریو کلونو کې له پاکستان سره د مرستو اعلان وکړ.

ملګرو ملتونو پرون په جنیوا کې له پاکستان سره د مرستو د راټولولو په هدف یو ځانګړی کنفرانس جوړ کړ، څو دغه هېواد د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو جبران او د اقلیم د بدلون پر وړاندې ځان چمتو کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...