د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي چې نړیوال بانک ژمنه کړې چې هېواد ته به یې ۲۰ میلیارد ډالر پور ورکوي.
د «هېواد مشارکت پروګرام» له لارې به پاکستان ته د دغه پور ورکول له ۲۰۲۶ کال څخه پيل کېږي او په لسو کالونو کې به ورته سپارل کېږي.
د ویلو ده چې په پاکستان کې دوامداره بي ثباتۍ، د تندرلارو د بریدونو زیاتېدو او په ۲۰۲۲ کال ویجاړوونکو سیلابونو دا هېواد له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ کړی.
د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس، پاکستان د هغو ۱۰ هېوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله یې ډېر زیان ګاللی دی.