نړیوال بانک اعلان کړی چې د ښځو د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ او بوختیا لپاره له افغانستان سره ۱۶ میلیونه ډالره مرسته کوي.
دغه بانک په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا مرستې د افغانستان د تاب اوري اماني صندوق (ای ار ټي اېف) له خوا تر سره کېږي او په مستقیمه توګه په امریکا کې د اغاخان دفتر ته لېږل کېږي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس «ملیندا ګود» ویلي: “په افغانستان کې د کوچنیو مالي تمویل کونکو ملاتړ کول یو له هغو څو ګټورو انتخابونو څخه دي چې اوسمهال په افغانستان کې مالیاتو ته د لاسرسي ښه کولو لپاره شته، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره.”
نړیوال بانک ویلي چې دا پیسې به ‘د کوچنیو سوداګریزو معاملو او کوچنیو شرکتونو د ملاتړ’ په برخه کې مصرفېږي.
د نړیوال بانک د اعلامیې له مخې، د دې پروژې تمرکز به په بدخشان، بغلان، بلخ، بامیان، دایکندی، فاریاب، هرات، جوزجان، کابل، قندوز، ننگرهار، پروان، سمنگان، سرپل او تخار ولایتونو کې وي، ځکه په وینا یې چې د اغا خان بنسټ په همدې ولایتونو کې کار کوي او د کوچنیو پورونو برابرونکي شرکتونه فعال دي.
باید یادونه وشي چې دا پروژه په افغانستان کې د اغا خان بنسټ له لارې پلي کېږي.