Home » افغانستان » نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی

نړیوال بانک پرون (چهارشنبې، د لیندۍ۱۴مه) خبرداری ورکړی او زیاته یې کړه چې د افغانستان اقتصاد د کمې ودې ترڅنګ بیا هم د ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې په نورو ستونزو سربېره مالي محدودیتونه، نامتوازن تجارت او د عامه پانګونې لپاره محدود ظرفیت د افغانستان د اقتصاد په مخکې خنډونه رامنځته کړې دی.

یاد بانک ویلي، چې د افغانستان ناخالصو داخلي تولیداتو ۲.۷ فیصده وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبرانوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي و، چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې د افغانستان ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...