Home » اقتصادی » نړیوال بانک افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي
رویداد خبري آژانس

نړیوال بانک افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي

په افغانستان کې د نړیوال بانک مطبوعاتي دفتر له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، دغه بانک په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالي مرسته اعلانوي.

دا مرسته په داسې حال کې تصویب شوې چې اوس مهال هېواد د کرونا ویروس له ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي.

د سرچينې په وينا، د دې پروژې پلي کېدل به د افغانستان د مالي‌ نظام ثبات پياوړی کړي‌ او د مالي منځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې اوس هم ډېری هېوادوال د کرونا وبا مخنیوي په موخه د راغلیو مرستو د مصرف په اړه اندېښمن دي او وایي چې شوې مرستې د مستحقو وګړو پر ځای د دولتي چارواکو جیبونو ته تللې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...