Home » سیمه او نړی » نړیواله محکمه: د اسراییلو لخوا د فلسطیني ځمکو اشغال غیرقانوني دی

نړیواله محکمه: د اسراییلو لخوا د فلسطیني ځمکو اشغال غیرقانوني دی

په لاهه کې د عدالت نړیوالې محکمې، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، په یو تاریخي حکم سره اعلان کړی چې د اسراییلو له خوا د فلسطیني ځمکو اشغال د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې مهمې پرېکړې مطلب دا دی چې اسراییل باید په لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او غزې کې خپل د مېشت ځایونو فعالیتونه ودروي او په دغو سیمو کې دې خپل «غیر قانوني» اشغال پای ته ورسوي.

د عدالت د نړیوالې محکمې مشر، نواف سلام د دې محکمې څېړنې وړاندې کړې او ویلي یې دي چې په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د اسراییلو د شتون دوام غیرقانوني دی.
د هغه په ​​وینا: “د اسراییلو دولت اړ دی چې ژر تر ژره په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې خپل غیر قانوني شتون ختم کړي.”

دې محکمې همداراز ویلي چې اسراییل باید له دغو سیمو څخه خپل ټول مېشت کسان وباسي او فلسطینیانو ته د اشغال له امله د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

اسراییل له ۱۹۶۷ کال راهیسې په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د شاوخوا۷۰۰زره یهودانو لپاره ۱۶۰ استوګنځایونه جوړ کړي دي.
خو د عدالت نړیواله محکمه وايي، د دغو استوګنځیو جوړول غیرقانوني دي.

له دې پرېکړې سره دا لومړی ځل دی چې د عدالت نړیواله محکمه د اسراییلو له خوا د فلسطیني ځمکو د ۵۷ کلن اشغال په اړه قضاوت کوي.

دا پریکړه، که څه هم مشورتي ده، خو یو مهم سیاسي ارزښت لري او کولی شي په دې سیمو کې د اسراییلو لپاره پایلې ولري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...