Home » افغانستان » نړيوال کارپوهان په بروکېسل کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

نړيوال کارپوهان په بروکېسل کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيلاسون خبر ورکړی چې د افغانستان بېلابېلو مسئلو په تړاو په بروکسېل کې د بشري حقونو او اقتصادي کار پوهانو د يوې ناستې کوربه‌توب کوي.

نوموړي تازه نن شنبه د (غبرګولي په ۲۱مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه پر اندیښنو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکيو پر حقونو، د سیاسي مشارکت پر نشتوالي او د طالبانو له لوري له افغانانو سره د شوو ژمنو د همغږو پالیسيو پر نه پلي کولو بحث او خبرې وشي.

نيکلاسون ډاډ ورکړی چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره خپلو کړو ژمنو ته پابنده ده او د همدې ژمنو په چوکاټ کې به له عامو افغانانو سره همکاريو ته دوام ورکړي.

په بروکسېل نړيوال کارپوهان داسې مهال د افغانستان پر وضعيت بحث کوي، چې نړيوالو بنسټونو په افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت ناسم ښودلی او غوښتنه يې کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت دې په يادو برخو کې اصولي چلند وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...