د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د لوړو عمر لرونکو جلکيو پر مخ د ښوونځيو دروازو بندولو له امله په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر راتلونکي ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم د دوی د حقونو خونديتوب لپاره يو فرصت شته.
د دې سازمان د سوېلي اسيا برخې مسوولې ميشران يميني پرون جمعه د (وري په ۱۲مه) د بښنې نړيوال سازمان په وېب پاڼه کې لېکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې په ټولنيز ژوند کې له خورا کړاو سره مخ دي.
نوموړې زياته کړې چې ميليونونه د ښوونځيو او شاوخوا ۸۸ زره د پوهنتون ښځينه زدهکوونکي او دغه راز هغه قاضيانې، د امنيتي برخو مسوولانې، څارنوالانې او ښوونکې چې له دندو لرې کړای شوي، پر ټولنيزو ژوند د محدوديت وضعه کېدو له امله سختې زيانمنې شوي دي.
ميرمن يميني طالبان تورن کړي، چې افغان نجونو او ميرمنو ته يې هغه حقونه چې دوی يې د شريعت په چوکاټ کې د ورکړې يادونه کوي، نه دي ورکړي او يوازې په دې برخه کې پلمې جوړي.
نوموړې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو پر رسميت له پېژندنې او دغه راز افغانستان ته د خپلو مرستو له سپارلو وړاندې دې، د نجونو د زدهکړو او نورو ټولنيزو برخو کې له يادې ډلې څخه د ښځو د حقونو خونديتوب ضمانت واخلي.
خبريال: احسانالله احسان