Home » افغانستان » نړيوال دې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه کړې ژمنې عملي کړي

نړيوال دې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه کړې ژمنې عملي کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمیسیون پرون په سپېدار مانۍ کې د چاپیریال ساتنې، چاپیریال ته د ورپېښو ګواښونو او هوا تودوښې پر موضوعاتو بحث وکړ.
په دې غونډه کې، چې د چاپيريال ساتنې ادارې مشرتابه او متخصصينو هم شتون درلود، د اقليمي بدلونونو پر اصلي عواملو، د بدلونونو سره پر مبارزې او د تودوښې پر ډېرېدو بحث او نظرونه تبادله شول.
‏په غونډه کې همدارنګه وويل شول، چې اقلیمي بدلون پر نړۍ او ځانګړې توګه هغو ټولنو چې ژوند یې له طبيعي سرچینو پر استفادې ولاړ دی، ډېر منفي اغېز کړی دی.
همدا راز پرېکړه وشوه، چې د اقليمي بدلونونو د اغېزو کمولو او چاپېريال ساتنې لپاره دې د نړيوالو له تخنيکي تجربو څخه ګټه واخيستل شي.
ګډونوالو همدا راز زياته کړه، دا چې افغانستان اقلیمي بدلون سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون غړی دی او د توکیو او پاریس تړونونه یې هم لاسلیک کړي، نو په کار ده، چې په دې اړه نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي.
‏د يادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې له نړيوالو څخه هم غوښتنه وشوه، چې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه خپلې ژمنې عملي او په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...