Home » افغانستان » نړيوال بانک په افغانستان کې د درېيو پروژو کارونه بيا پيلوي

نړيوال بانک په افغانستان کې د درېيو پروژو کارونه بيا پيلوي

روېټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې نړيوال بانک په پام کې لري څو بيا ځلي په افغانستان کې د درو هغو پروژو کارونه پيل کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ د بنديز له امله ځنډولې شوې وې.

د راپور له مخې دا پروژې د روغتيا، کرنې او د معيشت په برخو کې دي چې ټول‌ټال ارزښت يې ۴۵۰ ميليونه ډالر دی. روېټر زياته کړې، په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسیې د بريد له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو او انرژۍ د بيو لوړېدو په ترڅ کې اقتصادي بحران نور هم زيات شوی، نړيوال بانک د يادو پروژو د پلي‌تابه پرېکړه کړې ده.

روېټر په راپور کې ويلي، چې نړيوال بانک به ۱۵۰ ميليونه ډالر هغه بوديجه چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لپاره د افغانستان بيارغونې صندوق له لوري ځانګړي شوي، تر هغې خوندي ساتي څو په دې هېواد کې نجوني ښوونځيو ته نه پرېښودل شوي.

له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د امريکا خزانې وزارت اعلان کړی و، چې د افغانستان بيا رغونې صندوق اوه تمويلوونکي غړي به د راتلونکې جمعې په ورځ د دې هېواد اقتصادي وضعيت او په کې د خوړو خونديتوب په اړه ناسته وکړي.

دې وزارت زياته کړې وه چې د پيسو نړيوال وجهي صندوق، يوناما او اسلامي پراختيايي بانک په شمول به ځيني څو اړخيزه سازمانونه هم په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

نړيوال بانک په افغانستان کې د خپلو ۶ پروژو کارونه وروسته له هغې وځنډول، چې د ښوونيز کال له پيل سره سم طالبانو د ژمنې خلاف له شپږم ټولګي څخه پورته نجوني له ښوونځيو منعه کړې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...