له شپږم ټولګي د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو بندولو په تړاو د نړيوالو غبرګونونو په ترڅ کې، تازه نړيوال بانک د افغانستان هغه پروژې کنګل کړې چې د افغانستان لپاره د بيا رغونې صندوق له لوري تمويلېدې.
د دې پروژو ټولټال ارزښت ۶سوه ميليونه ډالر ښودل شوی او د نړيوال بانک د مالولوماتو له مخې د پوهنې، کرنې، روغتيا او د ژوند د کچې لوړولو په برخو کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له لوري تطبيق کيدې.
نړيوال بانک ويلي، چې د دې پروژو بيا تطبيق کول به هغه مهال د افغانستان لپاره د بيا رغونې صندوق تمويلوونکو هېوادونو او د نړيوال بانک شريکانو ته وړاندې شي، چې د افغانستان وضعيت په تړاو يو بشپړ ډاډ او تفاهم رامنځته شي.
نړيوال بانک د نجونو پر زدهکړو د بنديز له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د خپلو اصولو له مخې يې ښځو او نجونو ته له نارينهوو سره برابرو خدمتونو وړاندې کول، د افغانستان لپاره د بيا رغونې صندوق فعاليتونو ته عمده شرط ټاکل دی.
دې بانک دا نه ده واضېح کړې چې د افغانستان په اړه به د دې بانک، بسپنه ورکوونکو هېوادونو او نورو شريکا ډاډ څه وخت ترلاسه شي؟
د افغانستان مالي شتمنيو له کنګل وروسته د تېرې مارچ مياشتې په سر کې نړيوال بانک د افغانستان لپاره د بيا رغونې صندوق له فنډ څخه، د اړتيا وړ پروژو د تمويل پلان په دې موخه تصويب کړ، چې ګواکې طالبان به په افغانستان کې د نجونو او هلکانو زدهکړو ته اجازه ورکړي.