د نړيوال بانک رئيس ډيوېډ مالپاس په افغانستان کې د وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، په اوس کې دا هېڅ امکان نه لري چې نړيوال بانک دې په مستقيمه توګه افغانستان ته مرستې ورکړي.
نوموړي پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د امريکا ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په مرکز (CSIS) کې د خبرو پرمهال وويل، له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې لوی خنډونه نړيوال بنديزونه دي چې له مخې يې د تادياتو سيسټم له ستونزو سره مخ دی.
مالپاس زياته کړې، نه پوهېږي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت څه کوي؟ ځکه د نوموړي په خبره دا مهال افغانستان ته د مالي جريان هېڅ وړتيا نه شته.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره ويلي، په افغانستان کې وضعيت ته پام سره يې د سره صليب نړيوالې کميټې او دغه راز د ملګرو ملتونو د بېلابېلو برخو له مسوولانو سره يې لېدلي او افغانستان په اړه يې ورسره بحث کړی دی.
د تېر اګسټ له ۱۵مې را وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې په شمول د نړيوالو مالي سازمانو اړينې مرستې پرې شوي دي. خو دا چې نړيوال بنسټونه عامو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي، ډېر کم محدوديتونه نرم شوي دي.