Home » افغانستان » نړيوال بانک: افغانستان ته به په نږدې راتلونکي کې ۲۸۰ ميليونه ډالر ولېږدول شي

نړيوال بانک: افغانستان ته به په نږدې راتلونکي کې ۲۸۰ ميليونه ډالر ولېږدول شي

نړيوال بانک خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د ۲۸۰ ميليونه ډالرو په اندازه د دغه هېواد د کنګل شوې شتنۍ برخه انتقال شي.

د ياد بانک په خبره، دا پيسې به په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونیسف او د خوړو نړيوال سازمان ته ورکړل شي، څو د بشري ناورين مخنيو په موخه مبارزه پرې وکړي.

په دې اړه خپرو شويو راپورو کې ويل شوي، دغه اندازه پيسې د افغانستان د بيا رغونې وجهي صندوق له کنګل شويو پيسو څخه دي چې نړيوال بانک يې په يوه مياشت کې دننه افغانستان ته د لېږدولو خبره کړې ده.

د يادو ۲۸۰ ميليونه ډالرو له ډلې به ۱۸۰ ميليونه ډالر د خوړو نړيوال سازمان په واک کې ورکړل شي څو دغه سازمان پرې په افغانستان کې د خوړو خونديتوب او د خوراځواکۍ مخه ونيسي.

پاتې ۱۰۰ ميليونه ډالر به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف ته ورکړل شي او ماشومانو ته به پرې اړين روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...